په کندهار ولايت کې پر (۶۰۰) بې سرپرسته کورنېو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۱۲
mmd

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په هڅو د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۰۰) د یتیمانو، کونډو، معلولینو او بیوزلو کورنیو باندې خوراکي توکي چې په هغه اوړه، وريجې، غوړي، لوبیا، بوره او نخود شامل وو، ووېشل شول.

همداراز د یادو مرستو د وېش پر مهال

 بي سرپرسته کورنېو او معلولینو زیاته خوښي وښوده چي د نقدي مساعدتونو تر څنګ د مؤسساتو او خیریه بنسټونو له لوري هغوی ته د مالي، خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستې هم کیږي، او نوموړو مستحقینو د نورو ورته مرستو غوښتنه وکړه.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یادې خیریه مؤسسې د همکارۍڅخه د مننې ترڅنګ د نورو ورته مرستو پر دوام ټینګار وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS