په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۳۳
mmd

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او د دې اړمن قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې یې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS