په پکتیا ولایت کې په سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۵
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي او د خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.

محترم مولوي محمد نبي محمدي د یاد خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS