په ننګرهار ولايت کې پر (۱۶۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۱
mmd

په ننګرهار ولایت کې د (HHRD)خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۱٦۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اووه (۷) ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مالګه، بوره او دال شامل وو، وویشل شول.

په ورته وخت کې د یادې مؤسسې له لوري هر مستحق ته (٣٢٦٠) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، (۳۷) تنو یتیمانو او معلولینو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل، دا وسایط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

BACK TO NEWS