په لوګر ولايت کې (۲۰۰) تنومستحقو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۵:۱۲
mmd

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې وویشلې. په دې مرستو کې هر مستحق یتیم ته د (۱۸۰۰) افغانېو نغدي مرستې ترڅنګ جامې او بوټان هم ورکړل شول.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوی صاحب نیازمحمد ،هجرت،او د شهيدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي محمدرفیق هاشمی او د یادې مؤسسې  مسؤلينو ګډون درلود.

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS