په لوګر ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۱
mmd

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا د مسلمانانو زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او همداراز په غیر خوراکي مرستو کې قرطاسیه باب او د حفظ الصحې توکي شامل وو، ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي نیاز محمد هجرت او د یادې مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

محترم مولوي نیازمحمد هجرت یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار د یادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۵۰) تنو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

په یادو مرستو کې چې وریجې، اوړه، غوړي او ځینې نور توکي شامل وو، د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلوماتو او ارقامو د ثبت او ساتلو په موخه ډېټابېس جوړ شو

د چارو د ښه مدیریت او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو ریاست لپاره ډېټابېس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (٢٠٠) مستحق معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولایت کې (٢٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور توکي. . .

BACK TO NEWS