په غزني ولایت کې (۸۷) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په ګیلان ولسوالۍ کې پر (۸۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ګیلان ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدير محترم مولوي نور حبیب کامل او د نصیر خیریه بنسټ مسؤلينو شتون درلود.
