په سرپل ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاست د ځینو بستونو لپاره په آنلاین بڼه ازموینه واخیستل شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۲۳
mmd

کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري په سرپل ولایت کې د دریو خالي بستونو لپاره په آنلاین بڼه ازموینه واخیستل شوه.

له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو پر مهال د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسى صديقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده، د کارکوونکو د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ادارې د انکشاف او ظرفیت لوړونې آمر محترم عزیز احمد احمدي حضور درلود.

د یادولو وړ دې چې د یاد ریاست اړوند څلورم او پنځم بستونو (د مالي او اداري چارو عمومي مدیریت، د شهیدانو ورثه ؤ د محاسبې مسلکي غړی او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د حساباتو د تطبیق مدیریت) لپاره د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې په آنلاین بڼه ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS