په دايکندي ولايت کې له شپږ سوه او اته دېرشو (٦٣٨) تنو يتيمانو، کونډو او معلولينو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۱۹
mmd

د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه بنسټ له لوري شپږ سوه او اته دېرشو (٦٣٨) تنو يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د اتلس زره او درې سوه او نه ویشت (۱۸۳۲۹) امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت مرسته، چې په هغه کې هر مستحق ته څلورویشت (۲۴) کیلوګرامه وریجې په پام نیول شوې وې، د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ وویشل شوې.

د مرستو د ویش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد آصف فاتح، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست استازي ښاغلي محمد فاروق ځلاند او د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو ګډون درلود.

د یادولو وړ ده چې درې سوه او شل (۳۲۰) تنو مستحقو  کسانو د دغه ولایت په مرکز او درې سوه او اتلس (۳۱۸) تنو نورو په شهرستان ولسوالۍ کې یادې مرستې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS