په خوست ولایت کې پر (۴۲) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۲) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل او هر مستحق ته یوه اندازه نغدي مرستې هم ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
نوموړي د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو قدرداني وکړه او د نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې وغوښتل تر څو د دې قشر د لاسنیوي او ملاتړ لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
