په تخار ولایت کې (٨٠) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۵۲
mmd

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، د دې سربېره هر مستحق معلول سره د لارې کرایې په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د مرستو د وېش پر مهال د مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې معلولینو ته د ویلچرونو د وېش په پار مننه وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې د دې ریاست سره په همغږۍ د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۶
Background image

په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې (۸۰) معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د  (۸۰) تنو معلولینو سره د ویلچرونو سربېره، یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

هغو معلولینو چې ویلچرونه یې. . .

BACK TO NEWS