په بلخ ولايت کې (۱۳۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو نغدي مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۸
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر(۱۳۷) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې (۲۳۱۲۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه وویشلې چې په یادو مرستو کې هر یتیم ته (۱۶۰۰۰) افغانۍ او هرې کونډې او معلول ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستو د ویش پر مهال د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت ډاډ ورکړ چې د دې ولايت د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کوي.

د یادونې وړ ده چې يادې مرستې پر (۷۷) تنو یتیمانو، (۳۴) تنو کونډو او همداراز (۲۶) تنو معلولينو باندې وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS