په بلخ ولايت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۱۴

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د امداد خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې.

يادې مرستې د امداد خیریه بنسټ له لوري د بلخ ولایت اړوند (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو لپاره په پام کې نیول شوې وې، چې یوه برخه یې پر یتیمانو وېشل شوې ده.

د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت، د مرستندویه مؤسسې له ترسره شوو مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS