په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
mmd

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه او منظم ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.

یادې مرستې د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عتیق الله منظور، د ولایت مقام، د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازو او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقینو ته ورکړل شوې.

محترم مولوي عتیق الله منظور د خیریه مؤسسې له مرستو څخه د مننۍ ترڅنګ، په نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې هم غږ وکړ چې د یاد ریاست سره په همغږۍ د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

BACK TO NEWS