پر درې سوه معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو پر وارثینو د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۰:۲۸
mmd

د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر درې سوه معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنېو باندې د پاکستان هېواد د ( Humanity Welfare Trust) خیریه بنسټ لخوا د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې.

په دغو خوراکي کڅوړو کې چې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې او چڼې شاملې وې، د یاد خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ پر اړمنو کسانو وویشل شوې.

همداراز د مرستو د ويش پر مهال د   (Humanity Welfare Trust) خیریه بنسټ مشر ښاغلي  طيب شبير پر بهرنيو پانګوالو او خيريه بنسټونو غږ وکړ، چې په دې ناوړه اقتصادي حالت کې دې د  افغانستان د خلکو سره مرستې هيرې نه کړي او له هغوې څخه یې وغوښتل چي د دې هیواد  زيانمنو شويو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

BACK TO NEWS