ننګرهار کې جګړه ځپلو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته عاجلې مرستې ووېشل شوې

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۵:۵۲
انځور

ننګرهار کې جګړه ځپلو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته عاجلې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د کمک موسسې په همکارۍ له ۴۲ جګړه ځپلو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره عاجلې لویې او کوچنۍ مرستې ترسره کړې.

دا مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د آمر ښاغلي حاجي محمد اکبر له لوري پر مستحقو کسانو په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شوې. د مرستو په هره کڅوړه کې بېلابېل توکي شامل او د هرې کڅوړې ارزښت ۱۲۱۶۶ افغانۍ و.

په لویو مرستو کې غواګانې شامل وې او اتو کورنیو ته د دوی په خوښه یوه، یوه غوا چې بیه ۲۴۰۰۰ افغانۍ کېږي، ورکړه. د ټولو غواګانو ټولیز قیمت ۱۹۲۰۰۰ افغانۍ شو.

یوې کورنۍ سره د موبایل جوړونې د وسایلو مرسته، چې بیه یې ۳۲۹۳۱ افغانۍ کیږي، ترسره شوه.

بلې کورنۍ سره د ۲۸۷۷۵ افغانیو په ارزښت د بایسکل جوړونې د وسایلو مرسته او درې کورنیو سره د جامو ګنډلو د ماشینونو مرسته ترسره شوه.

د مرستې د وېش پر مهال د ټولو نهادونو مسولین موجود وو.

د انځوریز راپور د کتلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

BACK TO NEWS