محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي کړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۲۷
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء‌ عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد نبي محمدي د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د دې وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پېل کړې.

د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د دایکندي ولایت د والي مرستیال، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش حضور درلود.

همداراز محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دایکندي ولایت له والي محترم مولوي نجیب‌ الله رفیع سره د ولایت په مقام کې رسمي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د نوي رئیس د معرفي ترڅنګ، د یاد ریاست د فعالیتونو د پیاوړتیا او د شته ستونزو د حل په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي محمد نبي محمدي تر دې وړاندې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې خپلې ورسپارل شوې چارې او مسؤلیتونه یې په بشپړ بریالیتوب سره ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS