د (۲۵۰) تنو یتیمانو او کونډوسره مرسته وشوه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۲۷
mmd

دکندهار ولايت دشهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رهبرۍ په هڅو د (۲۵۰) تنو  بي سرپرسته یتیمانو او کونډو سره د یو خیریه بنسټ په ملاتړ د اختریزو توکو مرسته وشوه.

یاد مرسته چي اختریزی توکي  ( کالي، بوټونه، شامپو او نکریزي...) شاملي توزیع شول.

او همدارنګه بي سرپرسته یتیمان او کونډي چي د بیوزلۍ او ناچاري سره لاس او ګریوان وو، زیاته خوښي  يې وښودله چي د رمضان المبارک په میاشت کي ورسره مرستي کیږي ،او د ورته نورو مرستو او مالي همکاریو غوښتنه يې هم وکړه.

د کندهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلین د خیریه بنسټ د همکاریو څخه مننه کوي او ورته مرستو پر دوام ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS