د کاري بهیر د لا ښه والي او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۲۸
mmd

یاده غونډه چې د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ولسوالېو او د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په ۱۴۰۳ مالي کال کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې څرنګوالي په پار ګډونوالو ته ځينې مهمې لارښوونې وکړې.

همداراز محترم الحاج فیض لله جواد د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه يو الهي امانت وګڼي او له هر ډول فساد، سرغړونې، غیر قانوني کارونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS