د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د کار موندنې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د عالي موخو د ښه تحقق، د سالمې ادارې د رامنځته کولو او اصلاح او د مسلکي کسانو د ګمارنۍ په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نوي برېښنایي سیسټم د ریفورم پروژې (۱۷) بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د ۹/۲/۱۴۰۵نېټې څخه تر ۱۹/۲/۱۴۰۵ نېټې پورې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر کسان کولای شي د اعلان شوو بستونو د غوښتنلیک فورم ( له دې ځای) یا په حضوري ډول د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه ترلاسه کړي، فورم له ډکولو وروسته، د خپلو اسنادو او کاري تجربو سره یو ځای په ټاکلي وخت کې د کارکوونکو چارو ریاست ته، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر عمومي سړک، خیاط کلا سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. همداراز غوښتونکي ډک شوی فورم او اړوند اسناد د لاندې ایمیل له لارې هم استولی شي.
hr.Employment@mmd.gov.af
Documents
د ثبت او راجسټر کارکوونکي د دندې لایحهد معلوماتي ټکنالوژۍ آفیسر د دندې لایحه
د کارموندنې فورم