د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې پر (۳۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د یاد ریاست آمر محترم ملا محمد نعیم، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د (ZFA) خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقو کسانو ته ووېشل شوې
