د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۷

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي او ځینې نور مواد شامل وو.

یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ياد رياست آمر محترم ملا محمد نعیم انعام په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS