د څار او ارزونې ریاست پلاوي د کندهار ولایت د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو د حل په موخه سفرکندهار ته وکړ

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۱:۳۳
عکس

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څار او ارزونې ریاست پلاوي د کندهار ولایت د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو ورکړې ستونزو د حل په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات سره وکتل او د دې ولایت د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وکړو د حقوق ورکړې لپاره د یوه منظم مهالوېش نشتون په اړه بحث وکړ. په دې لیدنه کې د کندهار د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د نظامي شهیدانو وارثینو د حقوقو وېش د ځنډ په تړاو د شوي لاریون موضوع، چې یوه سپین سرې مور پکې ټپي شوې وه، هم یاده شوه.

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لومړی د نظامي شهیدانو کورنیو د حقوق وېش ته پیل کړ او د ټولو ولایتونو د نظامي شهیدانو کورنیو ته د دوی حقوق ورکړل شوي دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS