د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور بېاځلې تصفیې پروسه روانه ده

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۹:۲۷

د پکتيکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج په لارښوونه د دې ولایت په يوسف خېل ،يحيٰ خيل، زرغون شهر ،جاني خیل، ډيله خوشامند، وازيخواه، تروي، وړممۍ، ګومل، چهاربران، سروبي، شکين، اومنه، ارګون، نعمت آباد، برمل، ګيان، نکه، زيړوک، سرحوضه او نورو پاتې ولسوالېو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور بېاځلي تصفیې پروسه چې څه موده وړاندې پېل شوې وه، اوس هم دا لړۍ په ښه توګه روانه ده تر څو په  ۱۴۰۳ مالي کال کې دې ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه په ښه او شفاف ‌ډول په مصرف ورسېږي او د هر ډول درغلېو، فریب او سرغړونو موخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS