د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست یو پلاوي د یاد ولایت په ارګون، سروبي او برمل ولسوالېو کې د دې رياست اړوندو څانګو د کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۴
mmd

د پکتیکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ يو پلاوي د دې ولایت ارګون، سروبي او برمل ولسوالېو کې د یاد ریاست له اړوندو څانګو له کړنو او فعاليتونو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مرستو د ورکړې څرنګوالي څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

يادو ولسواليو ته د سفر په ترڅ کې د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس له یو شمېر  یتیمانو او معلولینو سره له نږدې وکتل د هغوی پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په یادو ولسوالیو کې اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي همداراز د يتیمانو او معلوليت لرونکو وګړو د وکيلانو سره هم وکتل او له هغوی يې وغوښتل ترڅو يتيمانو او معلولينو ته خپل حقوق پر خپل وخت او پوره توګه ورسوي او په هغه کې له پوره شفافیت، دقت او غور څخه کار واخلي.

همداراز ياد پلاوي د يتيمانو کونډو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د حل او هغوی ته د لازياتو آسانتیاوو برابرولو په موخه د یادو ولسوالېو له ولسوالانو سره وکتل او اړوندې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

په ورته وخت د ارګون، سروبي او برمل ولسوالېو  ولسوالانو د شته ستونزو د حل په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پام کې ده چې ياد پلاوی به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزولو په موخه د دې ولايت نورو ولسواليو ته هم سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS