د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ولسوالېو اړوند مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۳۲
mmd

یاد ورکشاپ چې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي په حضور کې په لاره اچول شوی وو، په هغه کې د اته ولسوالېو اړوند مدیرانو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د نوې پریکړې پر بنسټ، د تثبیت او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو د بیاځلې تصفیې په اړه لازمې لارښوونې وشوې او د ډیټابیس له مخې د پورتنېو کسانو لیستونه ترتیب او د تصفیې او پلټنې په موخه اړوندو مدیرانو ته وسپارل شول.

همداراز د یاد ورکشاپ په ترڅ کې اړوند مدیرانو ته د ادارې او مدیریت په برخو کې د ظرفیت لوړونې په موخه لازمې لارښوونې وشوې او د کلني پلانونو ترتیب شوي فارمټونه هم دوی ته وویشل شول تر څو د هغه پر بنسټ خپلې دندې تنظیم کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS