د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي، د کارکوونکو د هڅونې او د شته ستونزو او ننګونو د نښه کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي علاء الدین سعد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې هر کارکوونکي په ترتیب سره، د خپلو کاري اجراآتو او کړنو راپور وړاندې کړ، د کاري بهیر د چټکتیا او د مراجعینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.
محترم مولوي علاء الدین سعد د راپورونو له اورېدو وروسته، د کارکوونکو تر منځ د پوره همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې غونډه کې له کارکوونکو څخه وغوښتل شول چې د مراجعینو سره له ښه چلند او غوره اخلاقو څخه کار واخلي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.