د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د ارزونې په موخه هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو ته سفر وکړ.
د څارنې او ارزونې پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د نغدي مساعدتونو د وېش پروسې، هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي او همداراز د نورو اداري چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، شته ستونزې او ننګونې په نښه او د چارو د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دغه پلاوی به د جوزجان او سرپل ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ترسره شوي اجراآت او فعالیتونه هم له نږدې وڅاري او ارزونه به یې ترسره کړي.چ
