د نوي جوړ شوي تعمیر څخه د مالي او اداري چارو د مرستیال لیدنه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۹:۲۱
pic

د نوي جوړ شوي تعمیر څخه د مالي او اداري چارو د مرستیال لیدنه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نن د نوي جوړ شوي تعمیر د کار او پر مختګ د څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي دل آقا صوفي زاده د دغه ودانۍ د ساختماني کار د څرنګوالي څخه څارنه وکړه او هدایت یې ورکړ چې ددغې ودانۍ په جوړلو کې ډیر دقت او پاملرنه وکړي چې تر څو وکولای شي یو پرمختللی او معیاري سیستم د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثوو لپاره اماده شي.

د واحدې دریڅې د خدمتونو نوی سیستم (One Stop Shap) یو له ارزښت لرونکو پلانونو څخه دی چې د مراجعینو د کار د اسانۍ لپاره رامنځته شوی چې ډیر ژر به یې کار بشپړ او افتتاح شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS