د مالي او اداري چارو لوی رییس د وزارت د مالي او اداري چارو پر چټکتیا، روڼتیا او همغږۍ تاکید وکړ

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۹:۶
مالی و اداری

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو لوی رییس ښاغلي ضیاالحق فضلي د مالي او اداري چارو د لوی ریاست مسولینو او کارکوونکو سره د یوې تعرفي ناستې پر مهال د مالیي او اداري چارو پر روڼتیا، چټکتیا او همغږۍ  رامنځته کولو ټینګار وکړ، وویل چې د شته وضعیت د څرنګوالي د ارزونې او ښه والي په موخه به هر اړخیر ګامونه پورته شي.

ښاغلي فضلي د شهیدانو درنو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د چټکو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کړنو او اجراآتو پر اغېزمنتیا، ډله ییز کار، د ټولو ریاستونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په لا پیاوړتیا بحث وکړ، زیاته یې کړه، چې اړوندې برخې باید خپل مسولیتونه د بشپړې ژمنتتیا پر بنسټ ترسره کړي.

په دې غونډه کې د بېلابېلو برخو مسولینو او کارکوونکو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې. پرېکړه وشوه، چې چارې به په جدي ډول څارل کېږي او د لا ښه والي لپاره به یې بېړني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS