د فني او مسلکي د دورو فارغانو ته د کاري توکو ویش

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۴۸
۱

د فني او مسلکي د دورو فارغانو ته د کاري توکو ویش

 

د ۱۳۸ تنو زده کوونکو د بیلابیلو برخو لکه جامې ګڼډلو، بریښنا او ایرکندیشن د جوړښت په برخه کې وروسته له شپږو میاشتو زده کړو خپل تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.

 

د زده کړو دغه دوره چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت او د میرسیکوپ موسسې په همغږۍ جوړه شوې وه د شهیدانو ورثوو او د معلولیت لرونکو وګړو د زده کړو  د دورې له ختمیدو په ځان بسیاینې او ټولنې ته د خدمت  د وړاندې کولو جوګه شول.

 

دغې دورې د فارغانو په ناسته کې د شهیدانو او معلولینو په چاروکې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې آغلې جمیلې نورستانۍ د دغې دورې په لاره اچوونکو څخه د خوښۍ او مننې ترڅنګ هغه د شهیدانو د ځوانو ورثوو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ځان بسیاینې په لاره کې یو لوړ ګام وباله او زیاته یې کړه: ټول یو له بل سره دغه قشر  ته د زده کړو برابرولو، حرفوي زده کړو او کارموندنې په برخو  کې مسوولیت لرو.

 

تر څو یادې برخې د دغه قشر د ژوند د ښه والي او اقتصادي پرمختګ سبب شي هغې وویل د میر سیکوپ موسسې وکولای شول چې په دغه موده کې ځوانانو ته کاري وړتیاوې  رامنځته کړي د کاري ځواک او فني زده کړو ستر مدیر ښاغلي عبدالله حیران او د فني او حرفوي زده کړو د مرکز مدیر ښاغلي کامران په خپل وار د زده کوونکو د جذب او شاملیدو په باب خبرې وکړې.

 

دناستې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څار او ارزونې  ریاست رئیس ښاغلي ګل احمد عثماني د شهیدانو ورثوو او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دا ډول زده کړو د مثبتې پایلې په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت لوړ مقام دا ډول زده کړې چې په ټولنه کې د بیوزلۍ کچه را ټیټوي او ځوانانو ته دازګارتیا او په نشه یي توکو د روږ دیدلو کچه را ټیټوي ژمن دی او اړتیا ده تر څو په هر اړخیزه توګه یو میکانیزم د یاد آمریت لخوا جوړ شي. 

 

په پای د کاري توکو هغه بستې چې په هغوی کې د ګازو بالون، د ایرکندیشن د جوړولو توکي،  د جامو ګنډلو ماشین او د هغه اړوند توکي او د بریښنا د جوړولو توکي موجود وو،

د یادې موسسې له لوري ۱۳۸ تنو  فارغانو ته وویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS