د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۳:۱۲
mmd

یاده غونډه چې د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمدانور برادر په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسې، د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي او همداراز مستحقو کسانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله خبرې وشوې.

نوموړي همداراز د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص او صداقت تر سره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS