د شهیدانو ورثې او معلولیت لروونکو وګړو ته په سم ډول او پر وخت د حقوقو او امتیازونو اجرا کول زموږ د ټولو مسوولیت دی

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۱۱
s

د شهیدانو ورثې او معلولیت لروونکو وګړو ته په سم ډول او پر وخت د حقوقو او امتیازونو اجرا کول زموږ د ټولو مسوولیت دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقي نن ورځ دوشنبه، سلواغې، ۴مه د شهیدانو او معلولینو د وثیقو او اسنادو د څېړنې د کمېټې له غړو غونډه وکړه.

په لومړي سر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کولو او ملاتړ مرستیالې جمیله نورستانۍ، دغې کمېټې ته په کوم ډول اسناد سپارل کیږي، څه ډول څیړل کیږي او څیړل شويو اسنادو په اړه، خبرې وکړې وویل: د طرزالعمل له مخې، نوموړې کمېټه مکلفه ده تر څو اسناد په دریو کټګوریو، رد، تایید او نا بشپړ د خپلو دلایلو په اساس وزارت ته وسپاري تر څو د هغوی په اساس په ۱۴۰۰ مالي کال کې هغه د شهیدانو وارثین او معلولیت لروونکي وګړي چې اسنادونه یې قانوني او مستحق پیژندل شوي دي حقوق ورکړل شي.

ورپسې د نوموړې کمېټې غړو د شهیدانو او معلولینو د اسنادو د بیا کتنې طریقې او همدارنګه د کاري پرمختګونو په اړه په نوبت خبرې وکړې، هغه ارقام او دوسیې چې تر اوسه په دغه کمېټه کې لیدل شوې او څیړل شوي دي په دریو کټګوریو، رد، تایید او نابشپړ په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه د اسنادو په سپارلو او ساتلو کې له وزارت سره د ګډو همکاریو غوښتونکي شول.

وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست حمیدالله فاروقي، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو د اسنادو د بیا کتنې او څیړلو پروسه د شفافیت اصل او د ملي بودجې له نه ضایع کېدو څخه یاد کړ وویل: د همدې وزارت د طرزالعمل سره برابر او د قانون په رڼا کې، د شهیدانو او معلولینو اسناد باید په شفاف ډول ولیدل او وڅیړل شي، هغه اسناد چې له څېړنې وروسته د سپارلو په پروسه کې مشکل جوړونکي وي باید ژر تر ژره وپېژندل شي او د اړوندو ادارو څخه د اسنادو بشپړولو غوښتونکي شي، ځکه حق حقدار ته رسول زموږ د ټولو مسوولیت دی.

پوهنمل فاروقي ټینګار وکړ چې د اسنادو د سپارلو او څیړل کېدو لپاره باید یو ځانګړی طرزالعمل جوړ شي او په بله غونډه کې یې معلومات وړاندې شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS