د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر یو شمېر معلولیت لرونکو وګړو باندې برېښنایي ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو راکمولو او هغوی ته د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د اتیا (۸۰) تنو معلولینو لپاره برېښنایي ویلچرونه چمتو کړي دي، نن په دې وزارت کې ديرش (( ٣٠ )) مستحقو معلولینو برېښنایي ویلچرونه ترلاسه کړل، او پاتې نورو ته به هم په نږدې ورځو کې ورته ویلچرونه ووېشل شي، په دې ترتیب هر مستحق معلول تقریباً د (۸۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت برېښنايي ويلچرونه ترلاسه کړ.

یاد ویلچرونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې هر مستحق ته د ویلچرونو سربېره یو اندازه نغدي مرستې د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS