د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په نورستان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه څیړنه ترسره کړه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې یې د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله او د یاد ریاست دوه تنه مسلکي غړي هر یو محترم محمد شفیق شیرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند شامل وو، نورستان ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړل.

د دې څیړنې په ترڅ کې د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني د یاد ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې وویل: "مسؤلیت امتیاز نه بلکه امانت دی موږ ټول د دې بیوزله او اړمن قشر (د شهیدانو وارثینو او معلولینو) پر وړاندې مسؤل یو او اړینه ده چې هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړو".

مؤظف پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو اړوند اسناد په هراړخیزه توګه وڅیړل او په پام کې ده چې یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت د تشخیص او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د یاد ولایت واما ولسوالۍ ته سفر وکړي او د شهیدانو وارثینو او معلولینو سره له نږدې وګوري.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د نورستان ولایت د والي له مرستیال محترم مولوي فیصل مختار سره هم وکتل او د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د اداري تعمیر د ستونزې د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د نورستان ولایت د والي مرستیال محترم مولوي فیصل مختار د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاست سره د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۵۹
Background image

په زابل ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د کنړ ولايت زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش او ټولنيزو خدمتونو د تنظيم رئيس. . .

BACK TO NEWS