د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او کونډو ته د صحي برخې د ملاتړ او معلولینو ته د بیاوړتیا موندنې په موخه د (HHRD) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۷
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د(HHRD) مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به (۱۷۵۶۰) تنو یتیمانو او کونډو ته د صحي برخې د ملاتړ او یو شمېر معلولینو ته د بیاوړتیا موندنې په برخو کې په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ او پروان ولایتونو کې خدمتونه وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت دوه لکه او شپاړلس زره (۲۱۶۰۰۰) امريکائي ډالره دى چې د یوولس میاشتو په موده کې به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په روغتیایي برخو کې خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS