د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په غزني ولایت کې د دغه وزارت د اړوند ریاست د کړنو ارزونه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۳:۲۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي  او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د خپل پلاوی په ګډون د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي كلیم الله افغان د اړوند ریاست د ارزونې پر مهال له داخلي عوایدو څخه د بودیجې د تمویل څخه خوښي څرګنده كړه،  او د یاد ریاست مسئولینو ته یې لارښونه وکړه چې د بودیجې په مصرف  كې اساسي ګامونه واخلي او هغه بودیجه چې اړونده ریاست ته ځانګړی شوې ده په خپل وخت مصرف كړي .

د دغه پلاوی څیړنې ښیی چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو كې د بودیجې د مصرف پروسه په ځنډ سره روانه ده او د بودیجې د مصرفولو په برخه كې له ستونزو سره مخ دي

د مالي او اداري چارو عمومي رئيس ښاغلي  مولوي کليم الله افغان د دې رياست پر وړاندې د پرتو خنډونو او ننګونو د حل په موخه د غزني ولایت  له والي ښاغلي الحاج مولوي محمد اسحاق آخندزاده  سره وکتل او د یاد ولایت والي ژمنه  وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې به له منځه يوسي او د بودیجې پر وخت مصرفولو کې به له دې ریاست سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس مولوي کليم الله افغان سره د مالي او حسابي چارو رئيس قاري محمد امين دروېش، د دغه وزارت د بشري سرچينو، نظارت او ارزونې او تفتيش رياستونو استازي ملتيا کوي، تر دې وړاندې یاد پلاوي د لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا او زابل ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو ارزونه هم کړې  چې د  يادو رياستونو پر وړاندې یې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

BACK TO NEWS