د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک پروسې څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۳۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي چې په هغې کې د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا او د څارنې او ارزونې رئیس مولوي نورالحق حقاني شامل وو، نوموړي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د بایومټریک پروسې او هغوی ته د پیژند پاڼو د ویش له مرکز څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د نوموړي وزارت د دیټابیس رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله خالد د معلولینو او یتیمانو د بایومټریک پروسې او هغوی ته د نوي کارټونو د ورکړۍ په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې د یاد وزارت تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د ډیتابیس او بریښنایې پيژند پاڼو کارکوونکو ته دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د معلولینو او یتیمانو د بایومټریک او هغوی ته د بریښنایي پيژند پاڼو د ورکړې په برخه کې باید له پوره ځیرکتیا او دقت څخه کار واخیستل شي.

 نوموړي همداراز د یاد ریاست کارکوونکي وهڅول تر څو معلولینو او یتیمانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د بایومټریک او هغوی ته د هویت کارټونو د ورکړې پروسه درې ورځې وړاندې پیل کړې ده.

د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک پروسه به د یوې منظمې طرحې سره سم مخته وړل کیږي او هره ورځ به معلولین او یتیمان لومړی بایومټریک او وروسته به هغوی ته دهویت کارتونه ورکول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS