د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د پلټنې او ارزونې ځانګړي پلاوي د بشري سرچینو ریاست څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۵:۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي پلاوي د ارزونې او پلټنې په لړ کې د بشري سرچینو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولې اړوندې څانګې (اجرائیه مدیریت، د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت، د استخدام آمریت، د سوانح آمریت او همداراز د کارکوونکو  د حاضري برخې څخه  د ځانګړي پلاوي لخوا هر اړخیزه  پلټنه او ارزونه  ترسره شوه.

همداراز د بشري سرچینو ریاست  د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلي مولوي حیات الله میوند د یاد ریاست  له کارکوونکو څخه وغوښتل  تر څو خپلې ورځنۍ چارې په رښتینولۍ او اخلاص سره ترسره کړي.

د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د اړوند ریاست کارکوونکي د ځانګړي پلاوي د ارزونې  د موخې په اړه کارکوونکو ته معلومات ورکړل او د کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو ارزونه یې د کاري چارو په ترسره کولو کې اړینه وبلله او  له هغوې څخه یې وغوښتل تر څو د چارو په ترسره کولو کې له بشپړ امانت او اخلاص څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده د دې اوونۍ  په لړ کې  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي پلاوي  د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي چارو معینیت، د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت او همداراز  د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د اجرائیه مدیریتونو او د څارنې او ارزونې ریاست ټولې اړوندې  کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه د یاد پلاوي لخوا وارزول شول.

د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي، کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی به وڅیړل شي.

د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS