د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري د یاد ریاست اړوندکارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
دغه ستاینلیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري، د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو د راپورونو د څېړنې او ارزونې پر بنسټ، د راپورونو د تحلیل او بررسۍ کمېټې د پرېکړې له مخې منظور شوي وو، چې نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې اړوندو کارکوونکو ته وسپارل شول.
د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو هغه هڅې وستایل شوې چې د پلانونو د ښه تطبیق، د ورځنیو چارو د ښه ترسره کولو، د سپارل شویو دندو د مسؤلانه او مخلصانه اجراء، دندو ته د پر وخت حاضریدو، د اداري چارو د ښه مدیریت او نورو اړوندو برخو کې یې ترسره کړې وې.
په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیمالله افغان د یاد ریاست د کارکوونکو هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې دغه ستاینلیکونه به د هغوی د هڅونې او لا زیاتې ژمنتیا لامل شي، څو خپلې چارې په لا مسلکي او اغېزمن ډول ترسره کړي.
