د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د یوه تخنیکي پلاوي له لوري په بلخ ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۵:۱۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د ام آی اس سیستم آمر محترم الله محمد دوست په مشرۍ يو تخنیکي پلاوی چې محترم شکرالله اوریاخیل، محترم بختیار اریوبي او محترم اجمل انډر یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه او د یاد سیسټم د لاښه پلي کیدو او مؤثریت په هکله، اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

همداراز د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس هم د یاد پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د تخنیکي پلاوي د وړاندیزونو او سپارښتنو په رڼا کې به اړوندې چارې په ښه توګه پرمخ یوړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS