د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس په مشرۍ يو پلاوي په بدخشان ولایت کې د ياد وزارت اړوند ریاست د نوي الکټرونیکي سیسټم له بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۳:۱۶
mmd

د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست چې تخنیکي او مسلکي پلاوي یې هم ملتيا کوله د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک د نوي الکټرونیکي سیسټم له بهیر څخه لېدنه او ارزونه ترسره کړه.

په دې لېدنه کې د سیسټم د ثبت او راجسټر، تثبيت او د هویت کارتونو د پرینټ له برخو ارزونه ترسره شوه.

همداراز د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست کارکوونکو ته د چارو د ښه سمبالښت او د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې هم واورېدل.

د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میردولت یاري د نوي الکټرونیکي سیسټم چارو له څارنې او ارزونې څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دا ډول ارزونې د چارو او په خاص ډول د نوي الکټرونیکي سیسټم بهیر د کیفیت لوړولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS