د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د خوست ولایت له والي سره وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۸:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کړنو دارزونې په موخه لوګر، پکتیا، او خوست ولایتونو ته په سفر دې، نن د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر  لیدنې وروسته د دغه ولایت له والي ښاغلي الحاج مولوي محمد نبي عمري سره وکتل.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازيو چې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د خوست ولایت له والي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مهمو ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

د خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري د دغه رياست د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د یاد ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست ستونزې او ننګونې به په بشپړه توګه حل کړي.

 په پام کې ده چې ښاغلې مولوي کلیم الله افغان به له خپل پلاوي سره د پکتیکا، زابل غزني او وردګو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS