د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شپږو (۶) خالي بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستله

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۳۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په دې وزارت کې د شپږو (۶) تشو بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستله چې په دې ازموینه کې دېرش (۳۰) تنه وړ کسان چې مخکې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي وو، ګډون کړی وو.

له ګډونوالو څخه تقریري ازموینه د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسى صديقي، د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د څارنې او ارزونې رئیس  ښاغلي مولوي نورالحق حقاني، د استخدام آمر ښاغلي محمد انور سخیزاده او د بشري سرچینو ریاست کارپوه ښاغلي مولوي عبیدالله په حضور کې په شفاف ډول واخیستل شوه.

د يادونې وړ ده چې د دې ازموينې ګډونوالو له دې وړاندې دغه وزارت ته خپل غوښتنلیکونه سپارلي وو چې د هغې له مخې له شپیتو (۶۰) تنو وړ کسانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه، په پایله کې د یاد کسانو له جملې څخه دیرشو (۳۰) تنو وړ کسانو تقریري آزموینې ته لار پیدا کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS