د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په مشرۍ پلاوي د یاد وزارت د کارکوونکو د دندو پر لایحو باندې بیاځلي کتنه وکړه
د ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ ځانګړي پلاوي د وزارت د اړوند ریاستونو د کارکوونکو د دندو لایحې بیاځلي وڅیړلې تر څو په اړوندو کاري دندو کې د تداخل مخنیوې وشي او د ښو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټول کارکوونکي خپلې دندې په ښه او اغیزمن ډول سرته ورسوي.
همداراز د نوي ګمارل شویو مجاهدینو او عالمانو د اسنادو بیاکتنې او څیړنې په موخه یوې ځانګړي کمیټې هم خپله دنده پیل کړه په یادې کمیټې کې چې د دعوت او ارشاد ریاست، د لوړو زده کړو وزارت او همدارنګه د بشري سرچینو ریاست استازي ګډون لري نوموړی کمیټه به د وزارت په اړوندو ریاستونو کې د نوي ګمارل شویو مجاهدینو او عالمانو اسناد به په هر اړخیز ډول وڅیړي.
