د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو ټولنې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د (۱۷) زره او (۸۳۳) ډالرو په ارزښت د انساني مرستو ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره په پروان ولایت کې زرنج نقلیه وسایط او همداراز دوکانونه جوړ او د هغوی په واک کې به ورکړل شي تر څو په دې سره هغوی له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

د همکارۍ دا هوکړه لیک د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو ټولنې مسؤل محترم نصرالله شینواري تر منځ لاسلیک شو، چې د دوو میاشتو په موده کې به د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS