د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو ته د آسان خدمت ادارې له لورې سرټیفکیتونه ورکړل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۵:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو ته د آسان خدمت ادارې له لورې سرټیفکیتونه ورکړل شول

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او آسان خدمت ادارې په همکارۍ هغه کسانو ته سرټیفیکیټ ورکړل شو چې د کال په جریان کې د دې ادارې له لوري ورته ورکشاپونه په لاره اچول شوي وو.
دغه غونډه چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د غازی امان الله خان په تالار جوړه شوې وه په سر کې د اسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي نعیم څمکني د دې وزارت د کارکوونکو له ښو کړنو، خدمتونو او ارزښت لرونکو فعالیتونو او د دوی له کوښښونو او وړتیاوو چې د زده کړې په پروګرامونو کې ګډون کړی وو مننه وکړه او وویل چې د غه اداره د یوې همکارې ادارې په توګه د دې وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو او د یو معیاري سیستم جوړولو لپاره کار کوي.
وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي دل اقا صوفي زاده د اسان خدمت ادارې کارمندانو ته شه راغلاست ووایه زیاته یې کړه چې د دې ادارې له همکارۍ او کوښښنو څخه مننه وکړه چې د دې وزارت د کارمندانو د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړې او هیله یې وښوده چې د اسان خدمت اداره په راتلوونکي کې هم دارنګه ور کشاپونه په لاره واچوي.
د اسان خدمت اداره د مخابراتو او تکنالوژي وزارت په چوکاټ کې کار کوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د ( له مراجعینو سره د کارکوونکو چلند، له لاس لاندې کارکوونکو سره د آمر چلند) تر عنوان لاندې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت کار کوونکو ته په لاره اچول شوي.
په پای کې ددې غونډې ګډون کوونکو ته د اسان خدمت ادارې له لوري سرټیفیکیتونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS