د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ارتقاء وکړه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۳
بب

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ارتقاء وکړه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خپلواکه کېدو موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کابینه کې له بحث وروسته د تاییدۍ لپاره د ملي شورا مجلسونو ته ولېږل شوه، چې له نېکه مرغه د دواړو مجلسونو له تایید وروسته جلالتمآب جمهور رییس هم منظور کړ او وزارت ته یې ارتقاء وکړه.

د هېواد له جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني مننه کوو، چې د خپلې همېشنۍ مهربانۍ او ځانګړې پاملرنې پر بنسټ یې د ټولنې دغه وړ او مستحق قشر ته جلا او ځواب ویوونکې وزارت رامنځته کړ، د جمهوري ریاست له د دویم مرستیال دفتر، د چارو ادارې، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د ملي شورای دواړو مجلسونو د هڅو او نېک نیت قدرداني کوو، چې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د ورثې د ستونزو په درک کولو یې دغه ستر ګام پورته کړ.

د یاد بې ساري بدلون په رامنځته کېدو سره به دغه اداره نوره هم ځواکمنه او پیاوړې شي. د بشپړ صلاحیت پر بنسټ به پر دې وتوانېږي، چې د ادارې دننه د هر اړخیزو اصلاحاتو او معیاري خدمتونو وړاندې کولو سربېره د کابینې او شوراګانو په غونډو کې ګډون وکړي، د ملي او نړیوالو ادارو سره همغږي رامنځته کړي، د برېښنایي حکومتوالۍ د پراختیا، سیستمونو د تطبیق، کاري پروسو ساده او اسانه کولو، فساد او بیروکراسۍ سره د مبارزې او د روڼتیا ټینګښت لپاره اغېزناک او محسوس ګامونه پورته کړي.

د اباد او سوکاله افغانستان په هیله!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS