د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۴:۳۷
dfd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د بدخشان ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

د ولايتي سفر په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب، د بدخشان محترم والي ذکریا سودا او په ولسي جرګه کې ته بدخشان د خلګو استازی ډاکټر ضیا یفتلي په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د بدخشان د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت رئيسانو، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.

محترم آريوبي صيب، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي آريوبي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.

نوموړي د بدخشان اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د بدخشان د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له محترم وزير صيب او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې او وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې بدخشان ته سفر را وکړ.

ښاغلي لعل الدين آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS