د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د جمهوري رياست دويم مرستيال سره وليدل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۲:۱۶
d

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د جمهوري رياست دويم مرستيال سره وليدل

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د جمهوري رياست له دويم مرستيال ښاغلي سرور دانش سره وليدل او دواړو لوريو د يوې خپلواکې، منظمې او ځواب ورکوونکې ادارې، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره خدمتونه وړاندې کړي، پر ملاتړ او ژمنتيا ټينګار وکړ.

د ناستې په پيل کې ښاغلي آريوبي د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د يوه خپلواک بودجوي واحد (وزارت) شتون اړين وګانه وويل: چې په دې حساسو شرايطو کې بايد د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو زيات درناوی او قدر وشي، دوی اړتيا لري چې په نننيو جګړه ييزو شرايطو کې يوه منظمه، خپلواکه او باثباته اداره ولري، څو ورته بنسټيز او اغيزمن خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په کچه بايد د پياوړتيا او روزنتونو مرکزونه زيات جوړ شي او د همدې وزارت له چتر لاندې کار وکړي، څو ددې قشر لپاره د بيا پياوړتيا او ملاتړ په موخه ګټور کارونه ترسره کړي.

د جمهوري رياست دويم مرستيال ښاغلي سرور دانش د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو په تړاو د طرحو او کوښښونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو د ملاتړ لپاره د يوې منظمې، خپلواکې او ځواب ويوونکې ادارې شتون جدي اړتيا ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې برخه کې د خپلواک وزارت شتون هيڅکله هم د اساسي قانون، نړيوالو تړونونو او نورو قوانينو سره په ټکر کې نه دی او دغې موخې ته د رسيدو لپاره يې له خپله اړخه د ملاتړ او هڅو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

BACK TO NEWS